د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، نړیوالې مرستندویه ټولنې باید له راستنېدونکو کډوالو سره خپلې مرستې زیاتې کړي. د کډولاو چارو وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال دغه خبرې د یوې ایټالوی موسسې له مشرې سره په لېدنه کې کړې دي. نوموړي د ایټالوی موسسې له مشرې سوسانا فیورټي سره په لېدنه کې افغان ستنېدونکو کډوالو سره د یادې موسسې د مرستو د ستاینې ترڅنګ ویلي،چې نړیوالې مرستندویه ادارې باید د افغانستان اوسنیو سختو شرایطو ته په کتو سره خپلې مرستې زیاتې کړي. هغه په خپلو خبرو کې زیاته کړې چې، له کډوالو باید سیاسي استفاده و نه شي او له دوی سره یې پر انساني چلند ټینګار کړی. میرمن فیورټي هم په جبري توګه له اېستل شویو کډوالو سره د دغې موسسې د مرستو د دوام ډاډ ورکړ.








