د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت له پاکستانه د څه باندې څلور زره او له ایرانه د څه باندې زرو کسانو د راستنېدو خبر ورکړ. دغه وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې، پرون د تورخم او سپین بولدک له لارو ۴ زره او ۶۰۲ افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي. د کندهار ولايت د سپين بولدک د سرحدي چارو آمریت د معلوماتو له مخې، له دغې لارې د ٢زره او ۹۵۹ کډوال په جبري توګه هیواد ته ستانه کړای شوي دي. له دې سره همهاله، د ننګرهار ولايت د تورخم سرحدي آمریت د معلوماتو له مخې، د ١٦٤٠ کسان چې ٢٨٢ کورنۍ دي په جبري ډول د تورخم له لارې هېواد ته راستنې شوې دي. د یو بل خبر له مخې، له پاکستان او ایران څخه د کډوالو د اېستلو د لړۍ پر دوام له ایران څخه هم یو زرو ۵ سوه او ۹۲ افغانان په زوره اېستل شوي دي.








