د پاکستان یو شمېر علماوو د دغه هېواد د پوځ له لوی درستیز عاصم منیر سره په کتنه کې د افغان کډوالو د ایستلو ملاتړ وکړ. د پاکستان د پوځ لوی درستیز د پاکستان له علماوو غوښتي چې د سخت دریځو ډلو د غلطو تبلیغاتو د له منځه وړلو او د کورنیو اختلافاتو د مخنیوی لپاره اقدام وکړي. د پاکستان ځینې دیني عالمانو په داسې حال د افغان کډوالو د ایستلو د پلان ملاتړ کړی چې د پاکستان د جمعیت علمای اسلام مشر پر دغه پلان نیوکه کړې ده. هغه تېره اونۍ وويل، چې د پاکستان حکومت په افغانستان او پاکستان کې له ناخوالو څخه ناخوښه دى او د دې نارضايتۍ بوج د افغان کډوالو په اوږو دی.








