د افغانستان د وضعیت په تړاو د ملګرو ملتونو د سرمنشي د خپلواکې ارزونې په درېیمه سپارښتنه کې ویل شوي چې افغانستان باید په نړۍوال نظام کې یو ځل بیا مدغم شي. په دغه برخه کې د ملګرو ملتونو سرمنشي، د نړۍوالې ټولنې او د افغان سیاستوالو د منسجم سیاسي مشارکت د بهیر پر پیل ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده چې دغه منسجم تعامل باید د یوې لار نقشې له مخې پلی شي. د افغانانو ترمنځ د خبرو اترو موضوع هم ځکه وړاندې شوې چې په پایله کې یې ټول ګډونه حکومت رامنځته شي. انتونیو ګوترېش زیاته کړې چې د افغانانو ترمنځ دغه خبرې اترې باید د ټولو ښکېلو غاړو په حضور کې وشي څو د ټول ګډونه حکومت لپاره لار هواره شي. د ملګرو ملتونو سرمنشي او کاري ډلې یې له ۷ میاشتنیو لیدنو او د سرپرست حکومت له ټولو ښکېلو غاړو سره د خبرو اترو په پایله کې دغه ارزونه چمتو کړې او بیا یې د امنیت شورا ته استولې ده.








