د بغلان د عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي، چې په یاد ولایت کې د روان کال په بهیر کې د څه باندې ۸۸ میلیونه افغانیو په لګښت د ۴ روغتیايي مرکزونو د جوړولو چارې بشپړې شوې دي. د بغلان د عامې روغتیا رییس ډاکتر احمد مسعود احمدي وايي، چې په دغه ولایت کې څلور روغتیايي مرکزونه د ۸۸ میلیونه ۸۰۳ زره او ۷۰۰ افغانیو په لګښت جوړ شوي دي. هغه زیاته کړه چې په نږدې راتلونکي کې به دغه روغتیايي مرکزونو ته د عامې روغتیا وزارت له خوا تشکیل جوړ او زرګونو کسانو ته به روغتیايي خدمات وړاندې شي.








