پاکستاني چارواکو ویلي، چې د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ به لا پسې چټکه کړي. د پاکستان د بلوچستان ایالت د اطلاعاتو وزیر جان اڅکزي ويلي، چې اوس هره ورځ شاوخوا ۸۰۰ افغان کډوال له دغه ایالته بېرته ستنول کېږي خو دا شمېر به په راتلونکو ورځو کې تر ۱۵۰۰ لوړ شي. پاکستاني چارواکو دا هم ویلي، چې د بې اسنادو کډوالو له ایستلو وروسته به اسناد لرونکي کډوال هم بېرته افغانستان ته ستانه کړي. دا په داسې حال کې ده چې افغانستان ته له ایرانه هم هره ورځ لږ تر لږه له دریو زرو ډېر کډوال بېرته ستنېږي چې د ژمي په راتګ سره يې د دوی د حالت په اړه اندېښنې په ډېرېدو دي.








