د کاناډا پخواني سفیر افغانستان کې د خپل هېواد د ډیپلوماتیک فعالیت د پیلېدو غوښتنه کړې. افغانستان کې د کاناډا پخواني سفیر عارف لالاني په یوه مرکه کې ویلي، چې کاناډا باید خپل ډیپلوماتان بېرته کابل ته ستانه کړي او له سرپرست حکومت سره تعامل وکړي. نوموړي دا نه دي ويلي چې دوی کله به په کابل کې خپل فعاليتونه پيل کړي، خو زياته کړې يې ده چې له سرپرست حکومت سره د کاناډا تعامل ګټور دی.








