د فراه د عامې روغتیا ریاست چارواکي وايي، چې د دغه ولایت په ۷ ولسوالیو کې لس روغتیايي مرکزونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول. د دغو مرکزونو په جوړولو ۳۴۰ میلیونه امریکايي ډالره لګښت راغلی، چې د یو شمېر بهرنیو بنسټونو له خوا ورکړل شوی. د فراه د عامې روغتيا رييس احسان الله شاکر وايي، چې دغه روغتیايي مرکزونه د دغه ولايت په پرچمن، ګلستان، فرارود، قلعه کاه، پشترود او خاکسفيد ولسواليو کې جوړ شوي دي. د نوموړي په خبره دغه روغتیايي مرکزونه په هغو سیمو کې جوړ شوي چې اوسېدونکو یې روغتیايي خدماتو ته لاسرسی نه درلود.








