د سرپرست حکومت مرکزي وياند وايي، چې له افغانستان سره د امريکا او نړيوالې ټولنې روان چلند ظالمانه او ناعادلانه دی او ژر دې دغو بنديزونو ته د پای ټکی کېښودل شي. نوموړي ويلي، چې ملګري ملتونه او ځینې هېوادونه د افغانستان په مسایلو دوه مخی چلند کوي او د دوحې د تړون د احکامو خلاف پر سرپرست حکومت فشار راوړي. هغه د دغو بندیزونو دوام د هیڅ لوري په ګټه نه ګڼي او وايي چې د افغانستان پر وړاندې د فشارونو د پای ته رسولو غوښتونکي دي. دا په داسې حال کې ده چې څه دپاسه دوه کاله کېږي چې سرپرست حکومت د اسلامي هېوادونو په ګډون هېڅ هېواد په رسميت نه دی پېژندلی.








