په کابل کې د ترکیې سفیر ويلي، هېواد یې له افغانستان سره ښې اړيکې لري او له همدې لارې غواړي چې په دې هېواد کې د ظرفيتونو په لوړولو کار وکړي. نوموړي ويلي، چې ترکیه غواړي له افغانستان سره په هره برخه کې اړیکې پراخې کړي، چې د پوهنې مسله یې لومړیتوب دی. دی وايي، غواړي له افغانستان سره خپلې څو کلنې تجربې شریکې کړي او د ظرفیت لوړولو ته ډېر ارزښت ورکړي. دغه راز د د ترکیې ملي ازموینو ادارې مرستیال هم ويلي، چې دوی د ازموينې په برخه کې څو کلنه تجربه لري، دقت او سمون يې په اصولو کې تر ټولو اړین اصل دی. هر کال له پېنځه زره څخه زياتې پوښتنې له تکرار پرته چمتو کوي او غواړي دا تجربه له افغانستان سره شريکه کړي. په ورته مهال، د افغانستان د ازموینو ملي ادارې مشر ويلي، دوی د پوهنې په برخه کې له ترکیې څخه د نورو ډېرو مرستو او همکاریو غوښتونکي دي او غواړي، چې د ترکیې له تجربو ګټه واخلي.








