پوهنې وزارت ويلي، چې د هېواد د سړو ولایتونو د دولتي او خصوصي ښوونځیو کلنۍ ازموینه د پنجشنبې په ورځ د لړم ۲۵ پیل او د همدې میاشتې تر پایه به روانه وي. دغه وزارت نن په یوه خپره شوې خبرتیا کې ویلي، چې د سړو ولایتونو د دولتي او خصوصي ښوونځیو د منځنیو او ثانوي ښوونځيو کلنۍ ازموینې به د چهارشنبې پر ورځ د لیندۍ د میاشتې په لومړۍ نېټه پیل او د همدې میاشتې پر ۱۵نېټې به پای ته ورسیږي.








