د عامې روغتیا وزارت وایي، چې د سینه و بغل پر ناروغۍ د اخته ماشومانو شمېر د تېر کال پرتله زیات شوی دی. د ياد وزارت وياند ويلي، چې د روان زیږدیز کال له پېلېدو راهیسې څه باندې یو مېلیون ماشومان پر دغې ناروغۍ اخته شوي او روغتیایي مرکزونو ته لېږدول شوي دي. نوموړي زياته کړې، سږکال څه باندې ۲۳۰۰ ماشومان د سینه و بغل ناروغۍ له امله ژوند بایللی، چې د تېر کال په پرتله سږکال له دغې ناروغۍ د مړوو شوو ماشومانو په شمېر کې ۱۰۰ تنه زياتوالی راغلی دی. افغانستان یو له هغو هېوادونو دی، چې د سینه و بغل ناروغي اوس هم ترې قرباني اخلي. پر دغې ناروغۍ تر ډېره ماشومان اخته کېږي او قربانیان یې هم تر ډېره ماشومان دي.








