د پاکستان د بهرنيو چارو مخکني وزير او د پاکستان پيپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري د خپل هېواد د موقت حکومت له لوري د افغان کډوالو د ایستلو پر پرېکړې سختې نیوکې کړي. نوموړي په کراچۍ کې یوې خبره ناستې ته ويلي،. ده ويليحکومت چې کوم ګامونه د کډوالو پرضد اخلي، هغه دې د پاکستاني طالبانو تحریک پر ضد واخلي. دا په داسې حال مې ده چې درې ورځې وړاندې، په پاکستان کې د موقت حکومت لومړي وزیر تور پورې کړی چې ګواکې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو سره پاکستان کې په ترهګریزو پېښو کې ۶۰ سلنه زیاتوالی راغلی او دغه راز له دغه هېواد د بې اسنادو افغان کډوالو د راشړلو لړۍ هم جريان لري.








