د پاکستان د موقت حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې پاکستان له افغانستان سره د مثبتو اړیکو د ساتلو لپاره خپلې هڅې کړې دي. ځينو پاکستاني رسنیو د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د ویاندې زهرا بلوچ له قوله لیکلي، چې د پاکستان بهرنۍ تګلاره ثابته ده او دغه هېواد له افغانستان سره ښې اړيکې غواړي. نوموړې ویلي، د ناقانونه کډوالو په تړاو د پاکستان تګلاره کومه نړۍواله مسئله نهده، بلکې دا د یوه قانون خبره ده، او د ټولې نړۍ په څېر هر څوک چې د کډوالۍ له دغه قانونه سرغړونه وکړي، د پاکستان له قانون سره سم د هغوی پر وړاندې مجازات شته.








