پاکستان په دې هیواد کې د شاوخوا ۱.۴ میلیونه افغان کډوالو د پاتې کېدو موده چې د اوسېدو قانوني اسناد لري، د روان ۲۰۲۳ میلادي کال تر پایه وغځوله. سره له دې چې پاکستاني چارواکو د ثبت شویو افغان کډوالو د پاتې کېدو موده د کال تر پایه غځولې خو د هغو افغان کډوالو د ایستلو لپاره یې د ملګرو ملتونو او نورې نړیوالې ټولنې غوښتنه نه ده منلې چې د پاتې کېدو اسناد نه لري. وروسته تر هغه چې د پاکستان حکومت د تیرې اکټوبر میاشتې په سر کې په دې هېواد کې د افغانانو په ګډون ټولو کډوالو ته چې د پاتې کېدو اسناد یې نه لرل، د وتلو لپاره یوه میاشت وخت ورکړ، د حکومت د معلوماتو له مخې د چهارشنبې تر ورځې د ۲۵۰ زرو څخه ډیر افغانان په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شوي دي.








