د چين بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون ينګ ویلي، چې د امريکا د ولسمشر جو بايډن په بلنه به د چين د دولت ریيس شي جين پينګ د نومبر له ۱۴مې نېټې څخه تر ۱۷مې نېټې پورې د امريکا سانفرانسیسکو ته سفر وکړي او هلته به له بايډن سره وګوري. نوموړې ویلي، شي جین پینګ به د ايپيک د ۳۰مې سرمشريزې په غير رسمي غونډه کې هم ګډون وکړي.








