د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند، ویډانټ پټېل له پاکستان او نورو هېوادونو غوښتي چې د کډوالو د نه ستنولو اصل ته درناوی وکړي. پټېل د یوې خبري غونډې په ترڅ کې له کډوالو او پناه غوښتونکو سره د پاکستان حکومت پر چلن هم نېوکه کړې ده. د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند له پاکستان او د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو غوښتي، چې د نړۍوال ملاتړ په لټه افغانانو ته خپلو خاورو ته د ننوتو اجازه ورکړي او له نړۍوالو بشري بنسټونو سره همغږي پاتې شي.








