د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال له ایراني چارواکو سره د لیدنو پر دوام، دا ځل د دغه هېواد د کرنې له وزیر، محمد علي نېکبخت سره لیدلي دي. اقتصادي معاونیت په یوې خبرپاڼه کې ويلي، چې په دې لیدنه کې دواړو خواوو، د کرنې پر ميکانیزه کولو، د کوکنارو د بدیلو کښتونو، د بنسټیزو کرنیزو محصولاتو، د مېوه لرونکو ونو د کښت د پراختیا او د کرنې په برخه کې د افغان ظرفیت جوړونې او همدارنګه په نورو برخو کې پر دوه اړخیزو مرستو خبرې کړې دي. خبرپاڼه کې راغلي چې، ایراني لوري په ټولو برخو کې د مرستو ډاډ ورکړی او زیاته کړې یې ده چې په دغو برخو کې به د دواړو هېوادونو اړوندې ادارې په ګډه کار وکړي.








