د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ایران ته د سفر په ترڅ کې د دې هېواد د ملي امنیت عالي شورا له رییس علي اکبر احمدیان سره کتلي دي. دواړو لورو د دغه کتنې پر مهال پر سیاسي او اقتصادي اړیکو سربېره د دواړو هېوادونو ترمنځ په سرحد کې پر ښې همغږۍ، د اوبو مدیریت، ترانزیټ او د ایران له لارې د افغانستان د صادراتو او وارداتو د زیاتوالي په اړه بحث او خبرې وکړې. د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال په دغه کتنه کې د دواړو هېوادونو اړیکو ته په اشارې سره ویلي، چې افغانستان او ایران تل په امنیتي، سیاسي او اقتصادي برخو کې ښې او دوستانه اړیکې لرلې دي، چې د تېرو دوو کلونو پر مهال د یادو اړیکو د پياوړتیا او پراختیا لپاره په ګډه ډېرې هڅې شوې دي او دا هڅې لا هم دوام لري. په ورته وخت کې د ایران د ملي امنیت عالي شورا رییس په دغه کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د ګډو همکاریو پر زیاتوالي ټینګار وکړ او د افغانستان د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ته یې په ایران کې د مېشتو افغان کډوالو ستونزو ته د رسېدو او له هغوی سره د ښه سلوک په اړه ډاډ ورکړ.








