په نیپال کې د پرونۍ زلزلې له امله، چې شدت یې د رېښتر په کچه ۵.۶ درجې ښودل شوی، لږ تر لږه ۵۶ کسان مړه شوي. لا معلومه نه ده چې څومره کسان په دې زلزله کې ژوبل شوي خو نیپالي چارواکو ویلي چې ښایي د مړو او ټپي شویو کسانو شمېر نور هم لوړ شي ځکه چې په سیمې کې د ژغورنې او لټون عملیات روان دي. چارواکو ویلي چې زلزله د دې هېواد په لویدیځه برخه کې په لرې پرته سیمې کې شوې او ګڼ شمېر کورونه پکې له منځه تللي دي. د نیپال صدراعظم پوشپا کمال په پېښه ژور خفګان ښودلی او ویلي یې دي، چې زلزله په سیمه ییز وخت د شپې په ۱۱ بجو او ۴۷ دقیقو د دې هېواد په لویدیځ کې د جاجارکوټ په ولسوالۍ کې شوې.








