د کلیو، بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست بامیانو ته سفر کړی او هلته يې له ولايتي مسوولين سره ليدلي دي. په دې کتنه کې د باميانو د کليو او بيارغونې رييس ويلي، چې په تېرو دوو کلونو کې په بامیانو کې د ۲۱۰ کوچنیو او لویو پراختیايي پروژو ۱۱۰پروژې يې ګټې اخیستنې ته سپارل شوې او پاتې نورې پروژې د پلې کېدو په حال کې دي. نوموړي زياته کړې، چې په دې پروژو کې د سړکونو، د اوبو رسولو شبکې، د کرنیزو اوبو د کانالونو، د پلچکونو او استنادي دېوالونو جوړول او بیا رغول شامل دي. په رته مهال د کلیو، بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست هم ویلي، چې هڅه کوي د بامیانو محرومو او لرې پرتو سیمو کې لا زیاتې پراختیايي پروژې پلې کړي او د خلکو د اوبو د کمښت ستونزې هوارې کړي.








