که څه هم تر ټاکلي نېټې وړاندې ګڼ افغانان پاکستاني پولیسو نیولي او افغانستان ته یې رالیږلي، خو پاکستاني رسنۍ وايي، چې نن په رسمي ډول په دغه هېواد کې د غیرقانوني افغان کډوالو د نیولو لړۍ پیل شوې ده او تر دې دمه ګڼ کډوال نیول شوي دي. د دغه رسنیو د راپورونو له مخې، چې د پاکستان په بلوچستان ایالت کې یې شاوخوا پنځه زره افغان کډوال د توقیف مرکز ته سپارلي او له هغه ځایه به افغانستان ته ستانه شي.








