په متحده عربي اماراتو کې د افغان سوداګرو ټولنې مشر وایي چې «فلای دوبی هوايي شرکت» به افغانستان ته خپلې الوتنې د نومبر په پنځلسمه نېټه ترسره کړي. نوموړي ويلي، له مسوولينو سره يې خبرې کړي او دې پايلې ته رسېدلي چې د ياد شرکت لومړنۍ الوتنه به د نومبر په ۱۵مه نېټه ترسره شي. هغه همدا راز ويلي، متحده عربي امارت به د ويزو په برخه کې هم افغانانو ته اسانتياوې رامنځته کړي. دا په داسې حال کې ده، چې د سرپرست حکومت په حاکم کېدو سره ډېرو بهرني هوايي شرکتونو خپلې الوتنې افغانستان ته ځنډولي دي.








