سرپرست حکومت له پاکستانه غوښتي چې له تحمل څخه کار واخلي او د ښه ګاونډیوب له مخې دې افغان کډوال په زور له دغه هېواده نه باسي. د سرپرست حکومت مرکزي ویاند ویلي، له تېرو پنځه څلویښتو کلونو راهیسې افغانان د اشغالونو او جګړو له امله په مختلفو هېوادونو کې له کډوالۍ او خورا ډېرو ستونزو سره مخ دي، یاد حالت پر افغانانو تپل شوی او افغانان ورته مجبوره کړل شوي وو. نوموړي زیاته کړې، په کومو هیوادونو کې چې افغانان مېشت دي، د هغو هېوادونو امنیت ته يې ستونزه نه ده جوړه کړې او نه هم په بې ثباتیو کې لاس لري، ګاونډي هېوادونه هم دې د اسلامي اخوت اصل ته په پام سره له افغان مهاجرینو سره ښه چلند وکړي. هغه وایي، له کومو هیوادونو څخه چې افغانان د اجباري اخراج په نتیجه کې بیرته خپل هیواد ته راستنیږي، د هغوی مالونه، پيسې او نور ملکیتونه يې شخصي مال او د دوی حق دی، هیڅوک دا حق نه لري چې ورڅخه ويې ګرځوي او یا په دې اړوند غیرعادلانه او نا انصافه شرایط پرې وضع کړي. ده ويلي، هغه افغانان چې له هېواده د سياسي تشويشونو له امله وتلي، ډاډه خپل هېواد ته راتلی شي.








