د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال، د ترکیې یو خیریه بنسټ له پلاوي سره لېدلي دي. په دې لیدنه کې سیاسي مرستیال له ترکیې څخه راغلي پلاوي ته ډاډ ورکړی چې افغانستان کې امنیت ډاډمن شوی او دوی خپل فعالیت کولی شي. نوموړي ویلي، که د نړۍ مسلمانان واحد قوت وای پر فلسطین به تیری نه کېده. مرستیال ویاند د یاد ترکي خیریه بنسټ مسوولینو په حواله لیکلي چې افغانانو سره خپلو مرستو او همکاریو ته چمتو دي.








