د سوداګرۍ او پانګونې خونه د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړې استازې سره په کتنه کې ویلي، چې پاکستان باید د نړۍوالو ترانزیټي قوانینو پر بنسټ، سوداګرو ته اجازه ورکړي چې د پاکستان له مسیره خپل توکي وارد کړي. اخوا، د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ ګډه خونه وايي، د پاکستان له لوري پر افغان ټرانزیټي توکو د تېرې یوې میاشتې محدودیتونو، سوداګرو ته میلیونونه ډالره زیان ور اړولی دی او که دغه محدودیتونه دوام وکړي هغوی اړ دي چې له بدیلو لارو خپل توکي را ولیږدوي. د افغانستان سرپرست حکومت بیا وايي، هڅه کوي چې له پاکستان سره سوداګریزې ستونزې له ډيپلوماټیکو لارو چارو حل کړي. د پاکستان له لارې پر افغان ټرانزیټي توکو د محدودیتونو د لګېدو نږدې یوه میاشت تیریږي، خو تر اوسه دغو سوداګریزو ستونزو ته حل لار نه ده موندل شوې.








