کاناډا د ۴۰زره افغان کډوالو لېږدلو ترڅنګ نور افغان کډوال مني. د کاناډا د کډوالۍ او تابعیت ادارې ويلي، دغه هېواد پلان لري، چې د روان کال تر پای پورې د ۴۰زرو افغانانو له مېشت کولو وروسته هغه افغانان هم کاناډا ته انتقال کړي چې په خپل هېواد کې یې ژوند په خطر کې دی. کاناډا ترې دې مهاله ۳۹۷۳۰ افغانان په دغه هېواد کې مېشت کړي دي. دغه راز په کاناډا کې د مېشت شویو افغانانو له ډلې څخه یې ۱۷۰۰۰ د مخکني حکومت کارکوونکي او مدني فعالان دي.








