په داسې حال کې چې د پاکستان د حکومت هغه مهلت ته چې ټولو غیر قانوني کډوالو ته یې ورکړی، د یوې اونۍ څخه لږه موده پاتې ده، د دې هېواد حکومت پلان لري چې د غیر قانوني کډوالو د نیولو او بېرته خپلو هېوادونو ته د استولو لپاره ځانګړي مرکزونه جوړ کړي. حکومتي سرچینو ویلي، چې په پلان کې ده ګڼ شمېر مرکزونه د پنجاب، سېند، بلوچستان او خیبر پښتونخوا په ولایتونو کې جوړ شي. دې سرچینو رسنیو ته ویلي هغه افغان کډوال چې په پاکستان کې د اوسېدو لپاره قانوني اسناد نه لري که د پنجاب او سېند په ولایتونو کې ونیول شي، د راولپنډۍ او کراچۍ په ښارونو کې جوړو شویو مرکزونو ته به یوړل شي تر څو له همدې ځایونو څخه افغانستان ته واستول شي. د دې نوي پلان له مخې د ولسوالیو چارواکو، پولیسو، څارنوالانو او زندان مسوولینو ته واک ورکول کیږي چې غیر قانوني افغان کډوال تر نیول کېدو وروسته همدې مرکزونو ته یوسي او بیا یې افغانستان ته واستوي. په همدې حال کې د افغانستان د سرپرست حکومت ویاند پرون یو ځل بیا له پاکستان څخه وغوښتل چې د افغانانو سره انساني رویه وکړي او د دې افغان کډوالو د ایستلو ځنډېدل یې غوښتي دي.








