په افغانستان کې د کډوالو لپاره د ناروې د پلاوي د دفتر مسوول نیل ټرنر له افغانستان سره د نړۍ د ډپيلوماټیکو اړیکو غوښتنه کړې ده. ټرنر ویلي په افغانستان کې له اړمنو خلکو سره د لا ښې مرستې او د هېواد د بیارغونې لپاره اړتیا ده، چې په افغانستان کې ډېر سفارتونه فعال شي. نوموړي همدارنګه ویلي، چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې بندیزونه د هېواد د راتلونکي په زیان دي او باید په دې تګلاره کې بدلون راشي. په افغانستان کې د کډوالو لپاره د ناروې د پلاوي د دفتر مسوول د افغانستان لپاره پلان جوړونه او په ګاونډیو هېوادونو کې د افغان کډوالو د ستونزو د حل لپاره سیمهییزه تګلاره مهمه بللې ده. نیل ټرنر له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو پر پرېکړه نیوکه کوي او وایي چې په نورو هېوادونو کې مېشت کډوال باید په زور ونه ایستل شي.








