افغاني سرې میاشتې ټولنې د سوري زړه په ناروغۍ اخته ۳۰ ناروغان د درملنې لپاره کابل کې دوو روغتونونو ته ورپېژندلي دي. یادې ټولنې ویلي، چې د دغو ماشومان د درملنې ټول لګښت د افغاني سرې میاشتې له خوا ورکول کیږي. یادې ټولنې په تېرو ۱۵ میاشتو کې ۱۹۷۲ ماشومان د درملنې په موخه روغتونونو ته معرفي کړي دي.








