نن د اکټوبر ۲۴مه د ماشومانو د ګوزڼ د ناروغۍ یا پولیو پر ضد د کمپاین نړیواله ورځ ده. د روغتیا نړیوال سازمان نن په دې مناسبت پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې پولیو علاج نه لري، خو مخنیوی یې د واکسین په وسیله کېدای شي. ډبلیو ایچ او’ نږدې دوه میاشتې مخکې په افغانستان کې د پولیو د مثبتو پېښو د زیاتېدو په اړه خبرداری ورکړی و. په افغانستان کې په دې وروستیو کې د پولیو پنځه مثبتې پېښې ثبت شوي چې ټولې په ننګرهار ولایت کې وې. دا ناروغي له افغانستان او پاکستان پرته په نوره نړۍ کې تقریباً له منځه تللې ده. دا په داسې حال کې ده چې پرون د افغانستان په ۱۴ ولایتونو کې د پولیو پرضد د واکسین کمپاین پیل شو.








