په پاکستان کې ځينې افغان کډوال وايي چې پاکستاني پوځيانو کور په کور د افغان کډوالو تلاشي پیل کړې ده. پولیس د شپې د کډوالو کورونو ته اوړي او زندان ته یې بیايي. پاکستان پرېکړه کړې چې د اکتوبر تر وروستۍ نېټې بې قانونه کډوال له خپل هېواد وباسي. افغان کډوال وايي، پولیس نیمه شپه له خبرداري پرته د کډوالو کورونو ته ننوځي او د کور په تلاشۍ سره غواړي چې دا کډوال وپېژني. افغان کډوال وايي، د اسلام اباد نوي سیاست دوی ته ژوند سخت کړی دی. له دې سره هممهاله، د پاکستان په کراچۍ ښار کې د افغانستان د سرپرست حکومت کونسل عبدالجبار تخاري هم وايي چې له دغه هېواده د افغان کډوالو د ایستلو په اړه د پاکستان له وروستۍ پرېکړې وروسته په دغه هېواد کې د افغان کډوالو ځورونه ډېره شوې ده. نوموړی دغه راز زیاتوي، چې دا مهال تر زرو ډېر افغان کډوال، چې قانوني اسناد لري، په بند کې دي.








