په کابل کې یو شمېر متقاعدین د ژمي له رارسېدو سره د ژوند له ناوړه وضیعت شکایت کوي او له سرپرست حکومت څخه د تقاعد تنخواوې غواړي. متقاعدین وايي، نیم عمر یې په دندې ترسره کړې، خو اوس د ژوند له بد وضعیته ناخوښه ده. دوی له سرپرست حکومته غواړي چې ستونزو ته یې پام وکړي او خبرداری یې ورکړی چې د تنخواوو د نه ورکړې په صورت کې به خپل لاریونونه پراخ کړي. که څه هم سرپرست حکومت، تازه په دې تړاو څه نه دي ویلي، خو تر دې وړاندې یې ویلي وو، چې د متقاعدینو د حقوقو د ورکړې مسله د دارالافتاء له څېړنې وروسته د توشیح لپاره د سرپرست حکومت مشر ته لېږل شوې ده.








