د فارياب ولايت د ګرزيوان ولسوالۍ په جر کلا کلي کې د هلکانو لېسه د نامعلوم علت له کبله په بشپړه توګه سوځېدلې ده. د فارياب د اطلاعاتو او کلتور رییس شمس الله محمدي وايي، دغه ښوونځى د يکشنبې په ورځ سوځول شوى دى. محمدي وویل چې تر اوسه د اور لګېدنې لامل نه دی معلوم، خو مالي زیانونه یې اړولي دي. دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې په کونړ ولایت کې هم یو ښوونځی د نامعلوم علت له کبله سوځېدلی و.








