د خصوصي سکټور غړي وايي، که چېرې د هغو سیمییزو اقتصادي پروژو عملي کېدو بهیر پیل شي، چې دا یوه لسیزه یې هېوادوال په تمه دي، له دې سره به د هېواد په اقتصادي ثبات باندې ژور او مثبت تاثیرات رامنځته شي. د خصوصي سکټور غړي وايي، چې د ټاپي، کاسازر، افغان ټرانس، ټاپ او دې ورته نورې پروژې هم شته چې په عملي کېدو سره به یې د افغانستان اقتصادي، امنیتي او سیاسي اړیکې له ټولو ګاونډیو هېوادونو سره ټینګي کړي. بل لور ته سرپرست حکومت د لویو پروژو د عملي کېدو لپاره خپل تیاری ښيي. د خصوصي سکټور غړي په داسې حال کې د لویو سیمییزو پروژو د عملي کېدو غوښتنه وي، چې د سرپرست حکومت مسوولینو تل ویلي، چې افغان لوری د ټاپي پروژې د عملي کولو لپاره پوره چمتووالی لري او که د پروژې نورې شریکا وغواړي، دوی کولی شي، د دې پروژې عملي بهیر پیل کړي.








