د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر له رویټرز خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي چې، سرپرست حکومت د رسمیت پیژندنې ټول معیارونه بشپړ کړي او له نړۍ یې غوښتي چې د افغانستان سرپرست حکومت په رسمیت وپیژني. نوموړي زیاته کړې چې سرپرست حکومت غواړي چې د چین له یوه کمربند یوې لارې سترې پروژې سره وصل شي. نورالدین عزیزي ټینګار کړی چې اوس مهال په هېواد کې پانګونې ته زمینه برابره ده څو د کانونو، کرنې، صنعت او انرژۍ په برخو کې پانګونې وشي. د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر، نورالدین عزیزي د یوه پلاوي په مشرۍ د روانې اکټوبر میاشتې پر ۱۶مه چین ته تللی او د یوه کمربند یوې لارې په ستره اقتصادي غونډه کې یې ګډون کړی دی.








