د بهرنیو چارو سرپرست وزیر او ورسره پلاوي په قطر کې له مېشتو د افغانستان لپاره د یو شمېر هېوادونو سفیرانو او ځانګړو استازو سره کتلي دي. په دې کتنه کې چې د امریکا، بریتانیا، هسپانیا، سويلي کوریا، هالنډ، ایټالیا، استرالیا او کاناډا هېوادونو استازو پکې ګډون کړی وو، متقي د افغانستان د حکومت د وروستیو سیاسي، اقتصادي، امنیت، ښې حکومتدارۍ، نشه يي توکو پر ضد مبارزې، د سلګونو پروژو پيلولو او همداسې نورو هر اړخیزو لاسته راوړنو او پرمختګونو په اړه معلومات شریک کړي دي. د بهرنيو چارو سرپرست وزیر زیاته کړې، چې دغه نمایندګۍ د دې پر ځای چې د لرې څخه د افغانستان لپاره خپل ماموریت پر مخ یوسي، باید په افغانستان کې وجود ولري او د افغانستان اوسني واقعیتونه له نږدې وګوري. د غونډې ګډونوالو د ورته ناستو پر دوام او له افغانستان سره پر تعامل او ښکېلتیا ټینګار کړی.








