د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې په افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ یا پولیو د نویو پېښو په کمېدو سره دغه هېوادونه د ګوزڼ ناروغۍ د ویروس له منځه وړلو ته نږدې شوي دي. پاکستان کې سږ کال یوازې د ګوزڼ یوه پېښه ثبت شوې او په افغانستان کې په تېرو اوو میاشتو کې د دغې ناروغۍ پنځه پېښې ثبت شوې دي. د روغتيايي چارواکو د معلوماتو له مخې، د پوليو ويروس په افغانستان کې يوازې په دوو ولايتونو ننګرهار او کونړ کې چې له پاکستان سره ګډه پوله لري، خپرېږي. په روان کال کې د پولیو ټولې پنځه پېښې په ننګرهار ولایت کې ثبت شوې دي. د روغتیا په نړیوال سازمان کې د ختیځې مدیترانې لپاره د پولیو د له منځه وړلو څانګې مشر ویلي، چې د پوليو د ويروس د خپرېدو د مخنيوي لپاره په روان کال کې د افغانستان او پاکستان د پولې ترمنځ همکاري او همغږي ډیره مهمه ده.








