د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا وایي، د روان ۲۰۲۳ کال د پاتې میاشتو لپاره د بشري مرستو رسولو د پلان د عملي کولو لپاره د بودجې له جدي کمښت سره مخامخ دي. د ملګرو ملتونو د ریلییف ویبپاڼې د راپور له مخې اوچا ویلي چې د جولای میاشتې تر۳۱ پورې یې یوازې ۷۴۴ میلیونه ډالره ترلاسه کړي چې دا د تېر۲۰۲۲ کال د همدې مودې د بودیجې په پرتله له نیمایي کمې پیسې دي. اوچا ویلي، دې ته په پام چې د درېیو کلونو پرلهپسې وچکالۍ ته ورته شرایطو، د بېوزلې د زیاتوالي او د څلوېښتو کلونو جګړو په نتیجه کې د زیانونو خطر د زیاتوالي له امله بشري اړتیاوې زیاتې شوې، مخکې له دې چې ژمی پیل شي، د دې لنډ فرصت شته چې زیانګالو ته مرستې ورسول شي.








