امریکا په سعودي عربستان کې د اوکراین او روسیې ترمنځ د سولې په اړه جوړېدونکې غونډه کې خپل حضور تایید کړ. رویټرز خبري اژانس ویلي چې امریکايي چارواکي به د سعودي عربستان په کوربهتوب د اوکراین د سولې په ناسته کې ګډون وکړي. سرچینې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند له قوله دا خبره کړې، خو نور جزیات یې نه دي ورکړي. وړمه ورځ وال سټریټ ژورنال راپور ورکړی چې د روانې اګېسټ میاشتې پر پنځمه او شپږمه نېټو به د سعودي په کوربهتوب د اوکراین او روسیې ترمنځ د سولې لپاره ناسته وشي چې ۳۰ هېوادونه به په کې ګډون ولري.








