د خوړو نړیوال پروګرام یا ډبلیو اېف پي ویلي، چې افغانستان د نړۍ تر ټولو هېوادونو د مرستو زیات اړمن خلک لري. د یاد شوي پروګرام اجرایوي مرستیال کارل سکاو ویلي، چې د نړۍ په کچه له ټولو هېوادونو څخه افغانستان په غذايي لحاظ په تر ټولو ناوړه وضعیت کې دی. د هغه په خبره په دې هېواد کې ۱۶ میلیونه وګړي نه پوهیږي چې د بل وخت ډوډۍ به له کومه کوي. د خوړو د نړیوال پروګرام دې چارواکي ویلي چې ملګري ملتونه د بودجې د کمښت له امله مجبوره شوي چې د افغانستان په ګډون په نړۍ کې له میلیونونو خلکو سره د خوړو، نغدوپیسو او نورو برخو کې مرستې کړي.








