ديارلس تنه روسي سيلانيان چې هرات ته د تاريخي او طبيعي ځايونو د ليدنې په موخه تللي دي د هرات ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست له سرپرست سره کتلي دي. د هرات د اطلاعاتو او کلتور ریاست سرپرست حمیدالله غیاثي وايي، سرپرست حکومت هڅه کوي د سیلانیانو لپاره د آسانتیاوو په برابرولو سره د ګرځندوی صنعت وده وکړي. ورته مهال دغه سيلانيان وايي چې شته امنیت ته په کتو سره غواړي څو ولايتونو ته سفر وکړي.








