د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د ټوېټر له لارې د خیبرپښتونخوا په باجوړ سیمه کې پرونی برید غندلی دی. کرزي د دغې پېښې د قربانیانو له کورنیو سره د خواشینۍ څرګندولو ترڅنګ لیکلي چې دغه برید یو «غیراسلامي او غیرانساني» پېښه ده. د تېرې ورځې برید کې چې د پاکستان په باجوړ سیمه کې د جمیت علما اسلام ګوند په غوڼده شوی، څه باندې ۴۴ تنه وژل شوي او نږدې ۲۰۰ تنه نور ټپيان شوي دي.








