د شهیدانو او معلولینو وزارت په روان کال کې د معلولینو، یتیمانو، او کونډو د حقونو له ورکړې خبر ورکوي. د دغه وزارت ویاند فیصل خاموش زیاتوي، د تېر او سرپرست حکومت د معلولینو ، یتیمانو او کونډو د ۱۴۰۲ هجري لمریز کال د شپږو میاشتو حقوق به ورکړل شي. یو شمېر معلولین بیا د دغه بهیر د روڼتیا او همدا راز د چټکتیا غوښتونکي دي. د دغه وزارت ویاند همد راز وايي، معلولینو ته د تنخواګانو د وېش بهیر د شفافیت په موخه یې، د مرکز په ګډون د هېواد په ۱۸ ولایتونو کې، ډيټابس سیستمونه فعاله کړي دي. خاموش ټینګار کوي چې څه باندې درې زره هغه کسان چې له دغه وزارته د تنخوا اخیستو وړ نه وو هم له ډېټابس سیستمه ایستل شوي دي.








