د اسلامي همکاریو سازمان او اسلامي پراختیایي بانک د افغاني سرې میاشتې له یوه روغتون سره د مرستو خبر ورکړ. د دغو بنسټونو استازیو پرون په سعودي عربستان کې ویلي، چې د افغاني سرې میاشتې له هغه روغتون سره به چې پکې د هغو ماشومانو درملنه کیږي چې زړونه یې سوري شوي وي مالي او تخنیکي مرستې وکړي. د افغانستان لپاره د اسلامي پراختیایي بانک ځانګړي سلاکار محمد بن جمال ساعتي وایي چې د افغانستان د روغتیا، پوهنې او د څښاک د اوبو په برخو کې اسلامي پراختیایي بانک یو مرستندوی صندوق جوړ کړی دی چې تر اوسه پکې ۳۲ میلیونه ډالره راټول شوي دي.








