د ګردېز د ښاروالۍ مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په مرکز کې د ۵۶ میلیونو افغانیو په لګښت د خواجه حسن کرماشي سړک د جوړولو چارې پیل شوې دي. د چارواکو په خبره، چې دغه سړک د ښاري ماسټر پلان له مخې د ښاروالۍ په مالي لګښت د یو کیلو مترو په اوږدوالي، دوه لېنونو کې د ۳ متره ګلدان په درلودلو او د ۳۰ مترو په پلنوالي سره په اساسي ډول جوړېږي او چارې به یېد ۱۰ میاشتو په موده کې بشپړې شي.








