د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټوماس وېسټ او د افغان ښځو او بشري حقونو لپاره د دوی استازې رینا امیري د افغانستان له سرپرست حکومت او یو شمیر نورو افغانانو سره د خبرو په موخه قزاقستان او قطر ته روان شوي دي او تر راتلونکې دوشنبې به پر دې سفر بوخت وي. د سرچینې په خبره، چې په دې سفر کې به توماس وېسټ او رینا امیري د سرپرست حکومت له استازو او یو شمير نورو افغانانو سره وګوري.د رویټرز خبري اژانس ویلي، چې د سرپرست حکومت له چارواکو سره به امریکایي ډیپلوماتانو خبرې د افغانستان پر اوسني بشري وضعیت، د ښځو پر حقونو او امنیتي مسئلو ورټولې وي.








