د ژغورنې نړیواله کمېټه وایي، د افغانستان په درېیو ولایتونو کې سېلاب ځپلو ته د مرستو پر چمتووالي بوخت دي.دغې کمېټې په یوه اعلامیه کې ویلي، چې په کابل، میدان وردګو او لوګر کې سېلابونو ۱۲ سوه کسان بې سرپناه کړي چې په خبره یې بېړنیو مرستو ته اړتیا لري. د ژغورنې نړیوالې کمیټې ویلي، راتلونکو ورځو کې به سېلاب ځپلو ته نقدې پیسې هم ورکړي. له تېرې شاوخوا یوې اوونۍ راهیسې د افغانستان نږدې نیمایي ولایتونه د سختو موسمي سېلابونو شاهدان دي.سېلاب ځپلي وايي، چې په سختو اقتصادي او ټولنیزو ستونزو کې را ګیر دي او شکایت کوي، چې د لاسنیوي چارې يې کمزورې او ټکنۍ دي.








