ایران هغه ۳۲ افغان زندانیان چې د اسنادو د نه درلودلو له کبله یې زنداني کړي و، خوشي او افغانستان ته سپارلي دي. د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ویلي، چې دغو زنداني شویو کسانو کې چې په نیمروز کې دوی ته سپارل شوي ماشومان هم شامل دي. تر دې وړاندې هم ایران لسګونه زندانیان خلاص او افغانستان ته رلېږلي وو.








