د لغمان ځایي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په بادپښ ولسوالۍ کې د سېلابونو راوتلو له امله خلکو ته درانه مالي زیانونه اوښتي دي. د یاد ولایت د بادپښ ولسوال وايي، چې د دغه ولایت په بادپښ ولسوالۍ کې د اورښتونو او سېلابونو راوتلو له امله لسګونه څاروي مړه شوي دي. هغه زیاته کړه چې یادو سېلابونو ۶۰ جریبه کرنیزه ځمکه، استنادي د یوالونه، د اوبو بندونه او له یادې ولسوالۍ څخه تر مهترلام ښار پورې د غځېدلي سړک بېلابېلې ساحې یې تخریب کړې دي.








